په پکتیا ولایت کې ۱۶۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د وړي ۷مه-۱۴۰۱
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، نن ورځ د (WFP) همکارې موسسې (RHDO) سره په همکاري د پکتيا ولايت د وزې ځدارڼو په ولسوالۍ کې په ۱۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنيو مرستې وويشلې. چې په ياده مرستو کې يوه بورۍ اوړه، د ښځينه او ماشومانو توکي شامل وو. د يادې موسسې مسوولين وايي نن ورځ په وزې ځدراڼو او ميرزکې ولسواليو کې د مرستو لړۍ پيل شوه، چې سبا هم د پکتيا په نورو ولسواليو کې د مرستو د ويش پلان لرو.
په ورته وخت کې د پکتيا ولايت پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي نثاراحمد نجات وويل د يوې ښې همغږۍ په پايله کې يادو همکارو مرستندويه بنسټونو نن ورځ د مرکز ګردېز په ګډون هممهاله په څو ولسواليو کې د مرستو ويش پيل کړى دى، چې دا لړۍ به نورو ولسواليو ته هم وغځېږي. نجات بيا ټينګار وکړ، چې مرسته بايد اړمنو ته ورسېږي ده پر ټولو اړوند ادارو غږ وکړ، چې د يادې پروسې دلا ښه ويش په اړه ورسره همکاري وکړي.


