پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس بدخشان ولایت ته سفر وکړ
              کابل- د زمري ۱۲مه-۱۴۰۲
الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس بدخشان ولایت ته سفر وکړ.
د مالي او اداري عمومي رییس د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د ولایت مقام له مسوولینو سره په ګډه په دې ولایت کې له زیانمنو سیمو څخه لیدنه وکړه، او د غم شریکي او خواخوږي ترڅنګ یې زیانمنو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې بدخشان ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس د سفر موخه، د عمومي وضعیت په ځانګړې توګه د سیلابونو له امله د زیانمنو وضعیت څېړنه، زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه او د یاد ولایت د خلکو او سیمه ییزې ادارې د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو اورېدول وه.


