۲۰۰ زیانمنو او راستانه شویو کډوالو کورنیو ته په خوست ولایت کې نغدي او د ژمني توکو مرستې ووېشل شوې

خوست- د کب ۱۲مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۲۰۰ راستانه شویو کډوالو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او د ژمني توکو مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۴۶۰۰ افغانۍ او د ژمني توکو ۲ کېټونه ووېشل شول.
