د بغلان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د سېلابي چکړو او خټو له امله د تړل شویو لارو د پاکولو چارې دوام لري
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پلخمري ښار مرکز او د برکه، دهنه غوري او خنجان ولسوالیو د لارو د بېرته پرانیستلو په موخه، په یادو سیمو کې ماشینري او اسکواتورونه موظف کړي دي. د لارو د پاکولو او بېرته خلاصون عملیات لا هم دوام لري او هڅې روانې دي، ترڅو د خلکو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د پلخمري ښار مرکز او د برکه، دهنه غوري او خنجان ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې سېلابي رسوبات او چکړې راټولې شوې وې، چې له امله یې عمومي او فرعي لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
