په لغمان کې د جګړو له امله ۸۲۲ داخلي بیځایه شوو او د طبیعي پېښو زیانمنو شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو او نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) له خوا ۸۲۲ داخلي بیځایه شوو او د طبیعي پېښو زیانمنو شوو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو او نغدي مرستو د پیلیدو په لړ کې نن ۱۵۰ کورنیو ته د لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د پیښو سره مبارزې او چمتووالي او کډوالو چارو رئیسانو او د یادې موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکایي ډالرو سربیره ژمنۍ البسه توزیع شوه.
د یاد سازمان مسوولينو په وینا په مرسته اخیستونکو کې ۵۰ د طبیعي پیښو زیانمن شوي کورنۍ او پاتې ۷۷۲ هغه یې داخلي بیځایه شوي کورنۍ شامل دي، د (IOM) ادارې مسوولینو مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چې په راتلوونکي کې به هم دې ته ورته نورې مرستې د مستحقو کورنيو سره ترسره کړي، ترڅو یې ستونزې راکمې شي.
په ورته مهال مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د کډوالۍ نړۍ وال سازمان له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې یادې مرستې یې د مستحقو کورنيو سره ترسره کړې، غوښتنه یې وکړه چې په لغمان ولایت کې دې خپل پروګرامونه لا پراخه او له بیوزلو کورنيو سره دې هم لازمې مرستې ترسره کړي.
