په کندهار ولایت کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه
کندهار- د غبرګولي ۲۲مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ماشومانو د ساتنې نړیوالې موسسې سره په همکاري، ۳۵۰ بېوزله، بې سرپرسته او د وچکالۍ له امله زیانمن شویو کورنیو سره له سروې وروسته نغدي مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې له دې مرستې څخه هرې کورنۍ ته ۱۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې چې په مجموع کې ۴۵۵۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.
