په فراه ولایت کې ۷۳۴ بېوزلو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه
فراه- د زمري ۱۸مه-۱۴۰۱
د CRDSA موسسې د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت پشترود ولسوالۍ اړوند ۳۷۴ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته ۴۲۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوی، او همدارنګه په راتلونکي کې به پاتې نورو کورنیو ته هم نغدي پیسې ووېشل شي.
