د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګی رېاست په همغږۍ او همکارۍ د MCPA ماين پاکۍ موسسې د UNDP (STFA) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام بیک کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي ۱۲۲ میلي متره د توپ ۲۶ فیره مرمۍ کشف، په خوندي ډول انتقال او له منځه یوړل شوې.
یادی مرمی د سیمې د اوسېدونکو له خبرتیا وروسته او د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه قومندانۍ په همکارۍ د MCPA-QRT-01 ټیم له لوري تثبیت شوې او وروسته د ټولو تخنیکي اصولو په مراعتولو سره تر واک لاندې چاودنه کې له منځه یووړل شوې، چې د دغو ناچاوده توکو له منځه وړلو سره د سیمې د خلکو د سر او مال د احتمالي زیان د مخنیوی وشو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو خلکو څخه غوښتنه کوي، چې د ناچاوده توکو او ماینونو د لیدو په صورت کې اړونده ادارو ته ژر تر ژره خبر ورکړي تر څو د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
