پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اداري ناسته ترسره شوه

rahyab
Tue, Jan 05 2021 12:39 PM
3

کابل – مرغومی – ۱۶مه - ۱۳۹۹
دا ناسته د ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ، ښاغلي مطیع الله صافۍ مالي او اداري مرستیال، ښاغلي محمد قاسم حیدري د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، رییسانو، مشاورینو او اړوندو برخو آمرینو په شتون ترسره شوه.
پدې ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ژمي پېښو ته د رسېدو او مدیریت عملیاتي ملي پلان او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا د هغه په تصویب خبرې وکړې، او د پلان پلي کولو لپاره د سرچینو په چمتو کولو باندې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې، ښاغلي جیلاني پدې ویلو سره چې د پېښو مدیریت په برخه کې د خلکو یوازینۍ هیله دا وزارت دې، د ۱۴۰۰ جوړښت وروستۍ کولو، د ژمي پېښو ته د رسېدو او مدیریت عملیاتي ملي پلان پلي کولو په پار اړینو ګامونو پورته کول او د ډله ییزو رسنیو سره د فعالیتونو شریکولو په اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
په اخیره کې، محبوب الله حقبین د ټرانسپورټ عمومي مدیر او شاداب طیب د مقام همغږي کوونکې او ژباړن، د دوی د ښو خدمتونو له امله د دریمې درجې په ستاینلیکونو وستایل شول.
 

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .