د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(UN-OCHA) له رییس سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

rahyab
Tue, Dec 07 2021 9:17 AM
News

کابل – 16 قوس 1400 / 2 جمادی‌الاول 1443
ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست نن سهار په خپل کاري دفتر کې له اغلې ایزابل موسارد کارلسن د (UN-OCHA) د دفتر رییس سره د جگړې او ناامنۍ، وچکالي او راتلونکي ژمي له امله زیانمن شوو لپاره د بشري مرستو د زیاتوالي په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست پېښو څخه زیانمن شوو ته د UN-OCHA دفتر د بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ د بېوزلۍ، وچکالي، جګړې او په ژمي کې د احتمالي پېښو په اړه وویل: د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو اړینه ده ترڅو نړیوال سازمانونه له مخکې ډېر له موږ سره همکاري وکړي او زیانمن شوو ته د رسېدنې او د وضعیت د مدیریت په برخه کې زموږ ترڅنګ ودرېږي.
ښاغلي ناصري د ژمي پېښو ته د رسېدنې او مدیریت او د اړینو سرچینو په اړه خبرې وکړې او د بشري مرستو د وېش او پر لاډېرو همکاريو یې ټینګار وکړ.
وروسته اغلې ایزابل موسارد کارلسن د (UN-OCHA) دفتر رییس په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه وویل: په افغانستان کې بشري وضعیت په یوې جدي اندېښنې بدل شوی او موږ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکو په حیث له ټولو سازمانونو سره د بشري مرستو، د پېښو څخه زیانمن شوو او د ژمي په فصل کې د احتمالي پېښو په اړه خبرې کوو.
د (UN-OCHA) د دفتر رییس د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پلان په اړه وویل: د دغه پلان پر بنسټ به مشخص شي چې څومره خلک د ژمي په فصل کې د چکالي او د احتمالي پېښو له خطرونو سره مخامخ دي او هغوی ته د رسېدنې او د وضعیت د مدیریت په اړه یې چمتووالۍ وښود.
په آخیره کې دواړو خواوو د بشري مرستو د وېش او رسېدنې په برخه کې پر بشپړې همکاري او همغږۍ ټینګار وکړ.

News

 

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .