300 بېوزله او بېځایه شویو کورنیو په کابل کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
Sun, Mar 13 2022 2:34 PM
News

کابل- د کب ۲۲مه- ۱۴۰۰
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، نن ورځ ۳۰۰ بېوزله او بېځایه کورنیو ته په کابل کې خوراکي مرستې ووېشلې.
ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس وویل نن ورځ ۳۰۰ بېوزله او بېځایه شویو کورنیو ته د کابل ښار ۱۳مه ناحیې د دشت برچې په اتفاق ښارګوټي کې له سروې ورسته هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ غنم ۵۰ کیلویي، ۱ بورۍ وریجې ۵۰ کیلویي او ۵ کیلو بوره ووېشل شول نوموړي همدارنګه وویل چې د کابل ولایت په نورو ولسوالیو کې دغه لړۍ روانه ده.
ښاغلي سایق وویل په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۷ زره بېوزله او بېځایه شویو کورنیو ته د هیواد په بېلابېلوسیمو کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې په شفافه او عادلانه توګه وېشل شوي دي.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو د خوښۍ احساس وکړ او د دې لړۍ د ادامې غوښتونکي شول.

News

 

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .