په کابل کې ۷۰۰ زیانمن شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوارکي مرستو وېش

rahyab
Mon, Apr 18 2022 2:07 PM
News

کابل- د وړي ۲۹مه- ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د خپلو بشري مرستو په دوام کې نن ورځ په کابل کې ۷۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو ته ۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
الحاج غلام غوث ناصري د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس، د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې وویل: د خوراکي او خوراکي توکو د وېش لړۍ چې ۵۰ کیلو غنم، ۱۰۰ کیلو وریجې، یو عدد نارینه جامې، یو عدد ښځینه جامې او یو جوړه څپلکې په کې شامل وې، پیل شوه.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې دغه مرستې به د نورو ولایتونو زیانمن شویو او اړمنو ته هم دوام ومومي. همدارنګه هغه له هیوادونو او ملګرو ملتونو څخه د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو د دوام غوښتونکی شو.
وروسته ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس وویل: دغه کورنۍ د کابل په بېلابېلو سیمو له بشپړې سروې وروسته په ګوته شوي او هغوۍ ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
ښاغلي سایق همدارنګه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا څخه تراوسه دې وزارت د ملي او نړیوالو موسسو سره په همکاري، د ۱۶۰ زرو څخه زیاتو زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي پیسې وېشل شوي دي.

News

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .