په واشېر ولسوالۍ کي د ۳۰۰  سیلاب ځپلو او بې وزلو  کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه

tamim_azimi
Sun, Aug 14 2022 10:32 AM
news image

تېر ورځ د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کي د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له لوري د ۳۰۰  سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره سوه. 
د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې رئیس محترم الحاج قاري عبدالباري فیاض د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چي د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له لوري د واشېر ولسوالۍ سیاپشتې په سیمه کي د ۳۰۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره د یوې او دوو بوجیو اوړو مرسته وکړه. 
ښاغلي فیاض زیاته کړه چي د دا ډول مرستو څخه یې موخه د بې وزلۍ او فقر له منځه وړل دي. 
د هلمند واشېر ولسوالۍ سیلاب ځپلو کورنیو د یادي مرستي په ورکړه خوښي وښوده او وویل چي په دې سره به یې یوه اندازه ستونزي حل سي خو دوی له ولایتي ادارې او اړوند مؤسساتو څخه د نورو مرستو د ورکړي غوښتنه هم وکړه.

news image

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .