د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Wed, Nov 12 2025 11:41 AM
تصویر خبر

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM سازمان، SFL-WFP،UNFPA-BDN  او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسو په مالي ملاتړ، د دې ولایت د البرز ولسوالۍ په بلوچ ها، بورمه، چینی خال، چقناق، حیدرعلی، کلتار افغانیه، کورچه، ناراخیل، قمشلی، قدق بیل، قلی خیل، سینگ رحیم بای، و شورچه کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۴۸ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د SFL-WFP مؤسسې له لوري ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۲ کیلو بیسکټ، ۱ کیلو مالګه سربېره پردې هغې کورنیو ته، چې په هغه کې شیدې خوړونکو ماشومانو او حامله میندو شتون درلود ۳۰ پاکټه پلمپي او ۳ کیلو ګرامه سوپر سیریل ووېشل شول د IOM سازمان له لوري یو بسته سولري ګروپونه، ۳ تختې کمپلې او ۲ کورنیو هرې یوې ته ۱ باب خېمه د UNFPA-BDN مؤسسې له لوري ۱ تخته کمپله او ۱ تخته ترپال او همدارنګه د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱ د پخلنځي کېټ او یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .