په بیړنیو حالاتو کې د اړیکو ټینګښت ملي پلان د جوړیدو لومړنۍ ناسته ترسره شوه

rahyab
Thu, Jan 23 2020 12:29 PM
23

په بیړنیو حالاتو کې د اړیکو ټینګښت ملي پلان د جوړیدو لومړنۍ ناسته د پیښو په چارو کي د دولت وزارت مالې او ادارې مرستیال مطیع الله صافی تر مشرۍ لاندې د اترا اداری استازو، او پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت رییسانو او آمرینو په ګډ‌ون ترسره شوه.
په دی جلسه کې زرغونه جمالزی د اترا اداری بورډ غړي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت سره د تجهیزاتو په برخه کې د اترا اداری همکاری ته په اشاري سره وویل: اترا اداره هوډمنه ده ترڅو په بیړنیو حالاتو کې د اړیکو ټینګښت ملي پلان جوړ کړې او د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت څخه یی د دی وزارت قوانینو، مقرراتو، اسټراسټیژې او پالیسیو شریکولو غوښتنه وکړه.
همدا مهال پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالې او ادارې مرستیال د اترا اداری څخه په ستایني سره په بیړنیو حالاتو کي د اړیکو ټینګښت او د پیښې نورو پړاوونو د اړین پیژندلو سره وویل: دا وزارت کولای شې له تاسو سره د معلوماتو شریکولو او په بیړنیو حالاتو کي د اړیکو ټینګښت سیسټم جوړولو په برخه کي همکارې وکړې.
د ناستي په اخیره کي په لاندینۍ مواردو هوکړه وشوه.
1.په بیړنیو حالاتو کي د اړیکو ټینګښت ملې پلان جوړولو لپاره د پیښو پر وړاندې چمتووالي اداری تخنیکې ټیم معرفي کول؛
2.د پیښو پر وړاندي چمتووالي اداری څخه د غوښتل شویو اسنادو تنظیم کول؛
3.په راتلونکې اونۍ کې د پیښو پر وړاندي چمتووالي عالې کمیسیون غړو ترمینځ د همغږي ناسته ترسره کیدل؛
4. د پیښو پر وړاندي چمتووالي عالې کمیسیون کې د اترا اداری غړیتوب تعقیب کول؛
5.دی وزارت ته اړمنو تجهیزاتو وړاندي کولو لپاره د اترا اداری همکاری او ملاتړ؛

24

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .