د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګلتپه ولسوالۍ کې د چون‌تپه کانال د پاکولو پروژه پیل کړه

rahyab
Wed, Jul 08 2026 11:59 AM
تصویر

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنې سکټور د ملاتړ په موخه، د دې ولایت په ګلتپه ولسوالۍ کې د چون‌تپه کانال د پاکولو پروژه پیل کړه.

په دې پروژه کې د ۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره پلنوالي یو کانال پاکېږي، چې د سیمې د اوسېدونکو په وړاندیز او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي شفیق‌الله جواد، د ټولګټو رئیس، د ګلتپه ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې یې د پرانیستې مراسم ترسره شول.

محترم مولوي شفیق‌الله جواد د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې د دې پروژې اساسي موخه زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول او په سیمه کې د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شویو ستونزو کمول دي.

هغه زیاته کړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې ۱۰۰ تنو اوسېدونکو ته د ورځې د کار زمینه هم برابره شوې ده. چې «د کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له مخې، هر کارګر ته هره ورځ ۱۴ کیلو غنم ورکول کېږي، چې د ۱۴ ورځو په موده کې به هر کارګر ته ۱۹۶ کیلو او په ټولیز ډول به ۲۷,۴۴۰ کیلو غنم کارګرو ته ووېشل شي.

په پای کې، د ګلتپه ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې د خلکو اړتیاوو ته د پاملرنې او د دې پروژې د پلي کولو له امله مننه وکړه.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .