د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې 

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۸
NEWS IMAGE

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، چې د ټولو ولایتونو لپاره یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه يوه پروژه منظور کړې ده، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د زاري ولسوالۍ په بلوڅ کلي کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې، چې تمویل کوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، د نه سوه او اوه نوي زره او پنځه سوه (۹۹۷،۵۰۰) افغانیو په لګښت پیل کړې.
د یاد استنادي دیوال د پرانیستنې مراسم، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آمر؛ محترم شیخ عبدالواسع حدید، سیمه ییزو اوسېدونکو او مخورو سپین ږیرو په شتون کې  د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲ متره سور او ۳ متره لوړوالي په درلودلو سره، ترسره شول. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد ګبیوني دیوال په جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ د تګ راتګ لاره، چې د سېلابونو له سختو احتمالي خطرونو سره مخ ده او له وړاندې هم څو ځله د سېلابونو په واسطه بنده شوې وه وژغورل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۳۸ اړمنو کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲۴مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .