د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۹ سیمې سروې او تثبیت شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۴۷
تصویر

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ د ګلزنګر او حصارک کلیو د هغو ۹ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د سیلابونو او د ډبرو د راښویېدو له خطر سره مخ دي.

یاده سروې د اړوندو ادارو د استازو او د پېښو د چارو د متخصصینو له تخنیکي ټیم سره په ګډه ترسره شوې ده. د سروې پایلې ښيي چې یادې سیمې د طبیعي پېښو له جدي خطر سره مخ دي.

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ویلي، د دغو ارزونو پایلې به د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو د پلان جوړونې او پلي کولو بنسټ وګرځي.

همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د رُخه ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم د زیان‌منونکو سیمو د سروې او تثبیت بهیر د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې دوام ومومي.

نېټه:۱۴۴۸/۱/۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۸
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ممل کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ مستحقو بزګرانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۲۰ بزګرانو ته چې په خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې د سېلابونو او ږلۍ وریدو له امله کرنیز محصولات یې له منځه تللي وو، له سروې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت په مرکز کې د قره باغ ولسوالۍ هغو ۸ کورنیو ته چې د سیلاب له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .