د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲۴مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په آقتاش او قلعه ذال ولسوالیو کې ۱,۹۲۴ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، یو قطی ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود، نیم کیلو مالګه، ۳ کیلو سوپرسیریل او ۱.۵ کیلو پلمپي (خوراکي توکي) ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو په شتون کې په شفاف او منظم ډول سره ووېشل شوې. چې لومړۍ پړاو یې بشپړ او دوه یم پړاو به یې په راتلونکو میاشتو کې ووېشل شي. همدارنګه د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت د نظام لپاره یې د خیر دعا وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
