د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۲۶۳ بیوزلو کورنیو ته خوراکي مرستې وویشلې شوې
له پېښو سره د مبارزي آمادګۍ ملي ادارې د مقام د لاسلیک سوې تفاهم نامي له مخي د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ، د افغان ځوانانو خدماتي موسيسي يا (AYSO) لخوا د کونړ ولايت د چپي دري ولسوالۍ په مختلفو کليو کي انتخاب شوي ۲۶۳ بيوزله کورنیو ته د دريم او څلورم ځل لپاره په يو ځاي خوراکي توکي وويشل.
په ياده مرسته کي هري کورنۍ ته ۱۰۰ کيلوګرام اوړه، ۶ ليټره غوړي، ۸ کيلو ګرام دال او ۱ کيلو ګرام مالګه ورته وویشل شوه.
دیادو مرستو تر لاس کونکوو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او خوښي څرګنده کړه.
نيټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
