له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۳۲
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې او د کاپیسا والي قاري احسان الله بریالي، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم محب‌الله جاهد، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم عبدالعلیم افضلي، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، ولسوالانو، د ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د کلیو متنفذینو، مشرانو او د خبریالانو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې جوړه شوې اداري ودانۍ پرانیسته او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په نننۍ غونډه کې محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې مناسب کاري چاپېریال د هرې ادارې د خدمتونو پر کیفیت او چټکتیا څرګند او مستقیم اغېز لري. نوموړي زیاته کړه چې دا ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شوی، چې یو پوړ یې تر ځمکې لاندې د ګدام لپاره او دوه نور پوړونه یې د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره ځانګړي شوي دي. دغه پروژه د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده او دا پروژې په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، خوست او میدان وردګ کې په همدې ډیزاین سره بشپړې شوي او یا د بشپړېدو په حال کې دي.

نوموړي د کاپیسا خلکو ته د دې ودانۍ د پرانېستې مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د هر ډول پېښو پر مهال زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او دا نوې ودانۍ به په ښه توګه د خدمتونو وړاندې کولو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او د ورځنیو اداري چارو د اسانتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

همدارنګه د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد د ادارې د لوی رئیس له هڅو ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې پخوا دوی په کرايي ودانۍ کې فعالیت درلود، چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس الحمدالله دایمي ودانۍ ترلاسه شوې او په دوامداره توګه به د خلکو په خدمت کې وي.

ورته مهال د کاپیسا والي، محترم قاري احسان الله بریالي د دې ودانۍ د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې بنسټیزې ودانۍ په جوړېدو سره د کارکوونکو او خلکو ستونزې هوارې شوي او له ادارې سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره ویناوې وکړې او د دې ودانۍ جوړېدل یې د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو او پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله. همدا راز، ټینګار وشو چې د داسې معیاري تاسیساتو جوړول کولای شي د ادارو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه والي او د خلکو لپاره د چټکو او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ته د درناوي په توګه لنگۍ په سر ور کېښودل شوه او همدارنګه د ولایت مقام له لوري ګډونوالو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درنې واورې له امله د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې او د پغمان ولسوالۍ تړل شوی عومي سړک بېرته پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تېره ورځ، د درنې واورې د ورښت له امله د کابل ښار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۵۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سختو واورو ورېدو او یخنۍ له امله ٣٧ زیانمنو شویو کورنیو ته بیړنۍ خوراکي او د سون توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د وروستۍ واورې د یخنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د خوست ولایت په مرکز کې چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.

د یادو عملیاتو په پایله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .