په جوزجان ولایت کې 500 مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
جوزجان- د وړي 4 مه- 1401
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې، د مشرانو او دولتي مسوولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې 500 بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې. په دغو مرستو کې اوړه، مَۍ، بسکیټ او نور خوراکي مواد شامل و او هرې کورنۍ ته ووېشل شول.


