په وروستیو شپږ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله نېږدې ۸۰ زره زیانمنو کورنیو سره، مرسته شوې ده

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۴:۵۰
News

سه شنبه، ۱۷ کب ۱۴۰۰- ۵ شعبان المعظم ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وایي، دغه وزارت په تېرو شپږ میاشتو کې له مرسته کوونکو هېوادونو څخه سلګونه ټنه بشردوستانه مرستې، چې البسه، خوراکي، روغتیایي او نفتي توکي پکې شامل دي، ترلاسه کړي دي.
مولوي شرف الدین مسلم، چې د سه شنبې په ورځ یې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې وویل، په ۶۳ واګونونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې له ازبکستان هېواد څخه؛ دغه راز د پام وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې له روسیې څخه؛ د څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره کیلوګرامه ډیزلو او اوبلن ګاز، تودو لباسونو او سبزیجاتو مرستې له ترکمنستان څخه؛ د ۷۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې د چین له ولسي جمهوریت څخه؛ د لسګونه ټنه خوراکي توکو او غنمو مرستې د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه او د ۲۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې د قزاقستان له جمهوریت څخه ترلاسه شوي دي.  
ښاغلي مسلم څرګنده کړه، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په انفرادي ډول او د ملګرو ملتونو سازمان دفترونو سره په همغږۍ هڅه کړې، چې یادې مرستې په شفاف او عادلانه ډول په مرکز او ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال زیاته کړه، چې له طبیعي پېښو زیانمنو ۷۹۶۷۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو وېش؛ د طبیعي پېښو له امله د څه باندې ۵۰ شهیدانو وارثانو سره نغدي مرستې؛ د والیانو په واسطه په ولایتونو کې له موجودو اضطراري زېرمو څخه له ۵۷ زره کورنیو سره مرستې؛ پر ۱۴۲۸۵۷ کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي بشردوستانه مرستو د وېش په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان له دفترونو سره همغږي او په ښارونو کې د ۷۴ زره بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې او هغوی ته د سرپنا جوړول، د یادو کمکونو عمده موارد جوړوي.
نوموړي، د ژمي په موسم کې د اورښتونو پر مهال د لومړۍ، دویمې او درېیمې درجې مواصلاتي لارو خلاص ساتل؛ د سالنګ له تونل او ۲۹۸ صعب العبوره ځایونو څخه د ساتنې په موخه احتیاطي تدبیرونه؛ د طبیعي پېښو زیانمنو ته د بستر او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د وزارت د نورو فعالیتونو په توګه یاد کړل
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال، په تحکیماتي، محافظتي او پاکونې برخه کې د ۴۸ نویو او انتقالي پروژو پلانول، له سکتوري ادارو سره په همغږۍ له موسمي سېلابونو څخه د زیانمنونکو ستراتېژیکو سیمو د ۱۵۰ زره کورنیو لپاره د بشري مرستو لېږد او له احتمالي پېښو څخه د زیانمنونکو کورنیو، ټپیانو او شهیدانو وارثانو سره د نغدي مرستو په پام کې نیول، د دغه وزارت د راتلونکي کال د برنامو په توګه یادل کړل.
دغه زار ښاغلي مسلم وویل، چې د طبیعي پېښو ۱۸۷ زره زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په ۳۴ ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو د ولایتي کمېټو لپاره د مستوفیتونو له لارې له اضطراري کوډ څخه د دوه سوه میلیونه افغانیو اجرا او لېږد هم د دغه وزارت د راتلونکی کال په پلان کې شامل دي.

Press Relase

Press Relase Photo

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۳۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې او د کاپیسا والي قاري احسان الله بریالي، د کاپیسا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

نن ورځ سې‌شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په خپل کاري دفتر کې د رها موسسې له اجرائیوي رئیس، محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۲:۱
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .