د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې یوه ناچاوده د توپ مرمۍ کشف او خنثی شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۰
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز ایبک د حسن‌خېل لوارګي په کلي کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو فیر ناچاوده د توپ مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړه. 

د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم د حسن‌خېل لوارګي په کلي کې یوه د ۱۲۲ میلي‌متري د ډي سي توپ ناچاوده مرمۍ (Artillery Projectile 122 mm) کشف کړه او له ټولو تخنیکي او خوندیتوب اصولو سره سم یې په بریالیتوب خنثی او له منځه یووړه. 

د دې مرمۍ په خنثی کېدو سره د سیمې اوسېدونکي د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو له ګواښ څخه خوندي شول او د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې لپاره یو مهم ګام واخیستل شو.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۸
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ممل کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ مستحقو بزګرانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۲۰ بزګرانو ته چې په خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې د سېلابونو او ږلۍ وریدو له امله کرنیز محصولات یې له منځه تللي وو، له سروې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت په مرکز کې د قره باغ ولسوالۍ هغو ۸ کورنیو ته چې د سیلاب له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .