د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو چارې بشپړې شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۳۷
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماینونو د له منځه وړلو او بشري مرستو مؤسسې (HAMRO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د دې ولایت د ده‌سبز ولسوالۍ په صنعتي پارک سیمه کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

یاده سیمه چې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا د خپلواک تولیدي پروژې (IPP) د پلي کېدو لپاره ځانګړې شوې، د ده‌سبز ولسوالۍ د سیمه‌ییزې ادارې په همغږۍ د ماین پاکۍ پروګرام لاندې شامله شوې وه. د پاکولو عملیات د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شول او شاوخوا ۲۹,۰۰۰ ډالر لګښت پرې راغلی دی. د دغو عملیاتو په پایله کې سیمه د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ څخه پاکه او د پراختیايي فعالیتونو لپاره خوندي شوه.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولین وایي، د ماین پاکۍ دغه چارې به د لمریزې برېښنا د پروژې د پلي کېدو زمینه برابره کړي، د سیمې د اقتصادي ودې او پانګونې ملاتړ به وکړي او د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب به لا پیاوړی کړي. همدارنګه د سیمې اوسېدونکي به وکولای شي له خپلې ځمکې او شاوخوا سیمو څخه په خوندي ډول ګټه واخلي.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د هر ډول ماینونو، ناچاوده توکو او یا شکمنو توکو د لیدو په صورت کې ژر تر ژره اړوندو مسؤلینو ته خبر ورکړي، ترڅو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو مخه ونیول شي.
 

نېټه:  1448/01/01 هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۸
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ممل کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ مستحقو بزګرانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۲۰ بزګرانو ته چې په خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې د سېلابونو او ږلۍ وریدو له امله کرنیز محصولات یې له منځه تللي وو، له سروې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت په مرکز کې د قره باغ ولسوالۍ هغو ۸ کورنیو ته چې د سیلاب له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .