د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د درمان مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته تر سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، یوه بورۍ ۲۰ کیلویي وریجې، یو بوتل ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو بوره، نیم کیلو چای، ۲.۵ کیلو لوبیا او ۳.۵ کیلو مکروني ووېشل شو.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه دوی ته پروخت د رسېدنې او د مرستو د وېش په پار خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
