۱ میلیون او ۸۷۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ ۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ووېشل شوې
د اسلامک ریلیف موسسې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، ۳۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، ۱ میلیون او ۸۷۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې.
په دې مرستو کې ۲۷ کورنیو ته د درېیم قسط ۶۷۶۰۰ افغانۍ، او ۵ کورنیو ته د کورونو ترمیم لپاره ۱۰۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره