۱۷۴ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د غبرګولي ۲مه-۱۴۰۲
د RRDPO موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت کامه، بټي کوټ، سپین غر، سره رود، دره نور، ګوشته، شېرزاد، بهسود ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۷۴ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شول.
