200 سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د زمري 31مه-1402
د HHRD موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې 200 کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه, 5 کیلو وریجې, 5 کیلو بوره, 10 لیټره غوړي, 1 دانه پلاستیکي سطل او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.
