600 اړمنو او مستحقو کورنیو سره په پکتیا ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې
پکتیا- د وږي 14مه-1402
د IRC موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري, د یاد ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې 600 اړمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 12700 افغانۍ ووېشل شوې.
