۵۸ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

کونړ- د سلواغې ۲۳مه-۱۴۰۲
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵۸ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱ لاس پاک، ۳ جوړه څپلکې او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.
