۵۵۵ اړمنو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د کب ۱۵مه-۱۴۰۲
د PIN موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند ۵۵۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۸۹۲۰ نه تر ۲۴۳۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.