۶۰۰ بېوزله او مستحقو کورنیو ته په فراه ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې

فراه- د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د رازې موسسې د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند ۶۰۰ بېوزله او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷۵ امریکایي ډالرو نغدي مرستې ووېشل شوې.