په پکتیکا ولایت کې ۳۰۰ زیانمنو، بېوزله، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پکتیکا- د کب ۲۵مه-۱۴۰۲
د OHW موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت برمل ولسوالۍ اړوند ۳۰۰ زیانمنو، بېوزله، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۹۳۴۴ افغانۍ ترلاسه کړې.
