۹۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته په هلمند ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

هلمند- د غویي ۱۱مه-۱۴۰۳
د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP, UNICEF او IOM موسسو سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت اړوند ۹۷ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲۵ کیلو دال، ۱ دانه د سرپناه کېټ، ۱ تخته کمپل، د پخلنځي ۱ کېټ او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.