په ننګرهار ولایت کې ۳۴۶ زیانمنو او اړمنو کورنیو نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د غويي ۱۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان او اکټیډ موسسې سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۴۶ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې ۱۴۶ کورنیو ته ۹۳۰۰ افغانۍ، ژمنۍ البسه او روغتیایي کېټونه هرې کورنۍ، ۲۸ کورنیو ته ۱۹۷۹۰ افغانۍ هرې کورنۍ، او پاتې نورو کورنیو ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه هرې کورنۍ ته ووېشل شوه.