اوزبیکستان د سویل ختیځ ولایتونو زلزله ځپلو لپاره ۴۰ ټنه بشري مرستې ترسره کړې

rahyab
Sat, Jun 25 2022 4:55 PM
News

کابل- د چنګاښ ۴مه-۱۴۰۱
د اوزبیکستان جمهوریت په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمن شویو ته ۴۰ ټنه بشري مرستې ترسره کړې.
عصمت الله ایرګاشیف د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: چې موږ د افغانستان له ولس سره ډېری مشترکات لرو او موږ د دې مظلومو خلکو په غم کې ځانونه شریک ګڼو، نو ځکه د اوزبیکستان ولسمشر، د دې هیواد ولس لپاره مرستې په پام کې نیولي چې ۴۰ ټنه یې نن ولېږل شوې. نوموړي وویل چې په دغو مرستو کې ۲۰ اوړه، ۱۱ ټنه غوړي، کالي او درمل شامل دي چې یوه بله جوپه به یې تر سبا کابل ته را ورسېږي.
ورته مهال، محمد نسیم حقانی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، چې دغه مرستې یې د کابل نړیوال هوایی ډګر کې واخیستې د اوزبیکستان ولسمشر څخه یې مننه وکړه او د افغانستان خلکو لپاره د دغو مرستو د دوام غوښتونکۍ شو.
NewsNews






 

News

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .