په ننګرهار ولایت کې ۱۱۷ زیانمن شویو کورنیو غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وږي ۸مه-۱۴۰۱
د WAW موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۱۷ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې خیمې، فرشونه، ترپال، د ګاز ډبې، سولري ګروپونه او نور توکي شامل و.
