۱۳ زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې د غیرخوراکي توکو مرستې وشوې

کونړ- د زمري ۴مه-۱۴۰۲
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په مرکز اسعدآباد کې ۱۳ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته خیمه، کمپلې، ترپالونه، د اوبو د ذخیرې توکي او د پلخنځي لوښي ووېشل شول.