په نورستان ولایت کې 28 زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره شوې

نورستان- د وږي 20مه-1402
د خوړو نړۍ والې موسسې د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې 28 کورنۍ چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 20 لیټره غوړي او 25 کیلو دال ووېشل.