له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د انګلستان د موسسې له سرپرست جورډن لم سره وکتل

rahyab
Tue, Sep 03 2024 1:53 PM
news image

کابل _ د صفرالمظفر ۳۰- ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار په خپل کار   په دفتر کې د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د انګلستان د موسسې War Child له سرپرست جورډن لم سره وکتل. 
په یاده لیدنه کي د ۵۹۴،۲۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۴۰ جګړه ځپلو ماشومانو ته په بلخ، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې د رسېدنې لپاره تفاهم نامه   لاسلیک کړ.
په دې کتنه کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي ووېل: زما د کار پالیسی داسې ده چې د موسسو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړم او د دوی کارونه په وخت ترسره کړم. له دوی نه هم غوښتنه لرم چې خپل کارونه په چټکۍ او شفافیت سره ترسره کړي. همدارنګه نوموړي د پروژو پلي کولو د زمینې برابرولو لپاره هم د همکاري کولو ژمنه وکړه. 
ورپسې د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د انګلستان د موسسې سرپرست جورډن لم، د پروژې د تطبیق لپاره د زمینې برابرولو څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وویل: موږ ژمن یو چې یاده پروژه په ټاکلي وخت کې پلي کړو او د پروژې د شفافیت په اړه یې هم ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې، یاده پروژه د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ماشومانو لپاره ده چې، د روزنیزو مرکزونو جوړولو، د ماشومانو د ذهني پرمختګ لپاره رواني درماني خدمات، قرطاسیې، خوراکي توکي او نغدي مرستې پکې شاملې دي، او یاده پروژه به د بلخ، جوزجان او بادغیس  ولایتونو په ۷ ولسوالیو (چمتال، مزار شریف، خانقاه، شبرغان، مقر، بالا مرغاب، آب قمري او غور ماچ ) کې پلي سی.

تصویر خبر

Latest news

Tue, Sep 02 2025 3:28 PM
Background image

Latest Update on the Damages Caused by the Recent Earthquake in Kunar Province:

According to preliminary information from Afghanistan National Disaster Management Authority, 1,411 people have been martyred in this incident, 3,124 others have been injured, and the. . .

Thu, Aug 21 2025 3:20 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the High-Level Delegation from AfghanAid had a Meeting

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with a high-level delegation from AfghanAid’s. . .

Thu, Aug 21 2025 3:15 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the IOM to Implement Preventive Projects in High-Risk Areas of Afghanistan

On Thursday afternoon, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) to discuss the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .