له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کډوالۍ نړیوال سازمان له مشرې سره وکتل

rahyab
Tue, Sep 10 2024 2:40 PM
news image

کابل- د ربیع الاول ۷-۱۴۴۶ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سر‌پرست الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشرې تیا مسکان، د بشري مرستو همغږي کونکی عدنان او همکارانو سره یې لیدنه او هر اړخېزې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې تیا مسکان ته ښه راغلاست ووېل او د افغانستان خلکو ته یې د یادې موسسې لخوا ترسره سویو مرستو په اړه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې، اړتیا ده چې د افغانستان اړمنو او زیانمنو خلکو ته د رسېدنې لپاره په ګډه سره کار وکړو او په دی برخه کې لا زیاتې هڅې وکړو.  
همدارنګه ښاغلي ترابي صاحب زیاته کړه چې، زما د کار پالیسي داسې ده چې د موسسو لپاره چې د افغانستان خلکو ته مرستې رسوي هغوی ته آسانتیاوې برابرې کړم، د دې ترڅنګ نوموړي له یاد سازمان څخه د موټرو او د ادارې لپاره نورو اړینو وسایلو برابرولو، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې لپاره د ګدامونو جوړولو او د خیمو غوښتنه وکړه. 
ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې تیا مسکان له ښاغلي ترابي صاحب څخه په مننې او قدردانۍ سره ووېل: چې موږ تل زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د دې ادارې سره په همغږي کار کړی دی او په راتلونکې کې به هم زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړو، او موږ هڅه کوو چې د بېړنیو حالاتو په رامنځته کېدو سره په وخت سره خپلې مرستې ورسوو، همدارنګه نوموړي د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه یادونه وکړه چې د افغانستان خلک د اقلیم د بدلون له امله بېځایه سوې دي او په دی برخه کې خلک مرستو ته اړتیا لري. 
همدارنګه تیا مسکان، په راتلونکې کې د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د NDMIS برخې ته د کمپیوټرونو ورکولو او د سولري سیسټم جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ګدامونو جوړولو په برخه کې به له ډونرانو سره خبرې وکړو. 
په پای کې دواړو لوریو په راتلونکې کې زیانمنو هیوادوالو ته د رسېدنې، وقایوي پروژو پلي کولو او د همکاري او همغږي پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

Tue, Jul 08 2025 9:34 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Visit to the Migrant Camp at the Kabul Terminal

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mulla Nooruddin Turabi, visited the migrant camp located at the Kabul Terminal in. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .