له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل ولایت کې ۲۸۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکي موادو د  مرستو د وېش لړۍ  پیل کړه

rahyab
Tue, Oct 08 2024 12:43 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته ورغی او د ۲۸۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو لپاره یې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ  پیل کړه.
محترم ترابي صاحب د مرستو د وېش پر مهال ووېل چې د خلګو د عرایضو له مخې، نن ورځ موږ ۲۸۰ هغو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ویشو  چې د وروستیو سېلابونو له امله د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې زیانمنې شوې وې چې هرې کورنۍ ته د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرسته   دوه پارسله ۵۰ کیلو یی وړه د چی ۱۰۰ کیلو کیږی، یو پارسل وریجی  ۲۵ کیلو او  د کور  لپاره  یوه کاټن چې ۱۴ قلنه مواد پکښی کیوه  (د اوبو سطل، د لاس منځلو صابن، د جامو منځلو صابن، د غاښونو برس، د غاښونو کریم، ګانچې) او د اوبو تصفیه کونکي ټابلیټونه او ځینې نور توکي شامل دي. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو مرستو د وېش پرمهال له خلکو سره خواخوږۍ وکړه او ووېل چې اوس مهال همدومره مرستې مو درلودې او هڅه کوو ترڅو لا زیاتې مرستې تاسو ته درکړو. 
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه. 

نېټه: ۵/۴/۱۴۴۶ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .