په میدان وردګ ولایت کې ۳۶۰ زیانمنو کورنیو روغتیایي مرستې ترلاسه کړې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسیف موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۶۰ کورنیو ته چې د طبيعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته روغتیایي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱ روغتیایي کېټ چې ۱۳ قلمه توکي پکې شامل و، ۱ کارټن د لاس منځلو صابون او د څښاک اوبو لپاره د مېکروب ضد درمل ترلاسه کړل.
نېټه: ۱۰/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
