د هرات ولایت په زندهجان او انجیل ولسوالیو کې د AFV دفتر لخوا د زلزله ځپلو لپاره د ۴۸ سرپناوو جوړېدو له بهیر څارونه وشوه

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو لپاره د ۴۸ سرپناوو د جوړېدو له بهیره څارنه وکړه. دا پروژه د AFV دفتر لخوا او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ په یادو ولسوالیو کې د ۴۸ کورنیو لپاره پلي کېږي.
د دې پروژې موخه زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته رسونه، د خوندي سرپناه برابرول، عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنېدل او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.
۱۴۴۶/۵/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره