د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د ۲۸۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام لخوا د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د IRC موسسې په مالي ملاتړ د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د طبیعي پېښو له امله ۲۸۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له کره سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې د لومړي پړاو په مجموع کې ۷۷۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې او د دغو مرستو په ترڅ کې به هرې کورنۍ ته د ۳۰۰ ډالرو معادل افغانۍ په څو پړاوونو کې وېشل کیږي.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست خوښۍ څرګنده کړه او د نورو مرستو غوښتنه یې هم وکړه.
۱۴۴۶/۵/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
