د څارنې او ارزونې مرکزي پلاوي د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له چارو څخه څارنه وکړه

rahyab
Mon, Mar 03 2025 9:35 PM
news image

د څارنې او ارزونې مرکزي پلاوي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د لارښوونې پر بنسټ یې، د یادې ادارې د ولایتي ریاستونو د کړنو څخه د کتنې او څېړنې په موخه د هېواد شمال او شمال ختیځ زون ته سفر کړی وو، د تېرې شنبې په ورځ یې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کړنو څخه څارنه وکړه.
دغه پنځه کسیز پلاوی، چې د زلزلې کارپوه، د NDMIS عمومي مدیر، د پالیسیو او پروګرامونو د تطبیق د څارنې کارپوه، د اطلاعاتو عمومي مدیر او د HRMIS مسلکي غړي پکې شتون لرلو، د څارنې او لارښوونې له لارې یې د یاد ریاست د کاري لړۍ د ښه والي په موخه، وروسته له بلخ ولایت څخه یې د سمنګان ولایت ته سفر وکړ. 
په پیل کې، یاد پلاوي د دې ریاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له رئیس سره وکتل او د خپل سفر موخه یې ورته بیان کړه او ویې ویل، چې د ادارې د سرپرست په لارښوونه د خدمتونو د وړاندې کولو د لړۍ د غوره والي په موخه استول شوی دی.
یاد پلاوی وایي، چې د یوې ورځې په ترڅ کې یې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو شعبو، فعالیتونو، دوسیو او اړوند اسنادونو څخه څارنه وکړه او له ټولو کار کوونکو څخه یې د هغوی د کاري پلانونو او د دندو د لایحو په هکله د معلوماتو غوښتنه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د پر وخت ترسره کولو په موخه توصیه وکړه.
د یادوني وړ ده، چې دغه ټیم په تېرو ورځو کې د بغلان، کندز، تخار، بدخشان، جوزجان،فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو څېړنه وکړه، چې تېره ورځ دا لړۍ د هېواد د شمال او شمال ختیځ زونونو د ولایتونو له بررسۍ وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۰۳

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .