له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Mar 04 2025 3:40 PM
تصویر خبر

نن سهار سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی، د RRDPO مؤسسې د پروژې له مسؤل محترم رحیم‌الله عابد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابی صاحب په دې ليدنه کې د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل د مرستندویه موسسو سره د هغوی د فعالیتونو په ترسره کولو کې همکاري کوي، ځکه چې د دوی فعالیتونه د هېواد خلکو ته ګټه رسوي.
وروسته، د RRDPO موسسې د پروژې مسؤل رحیم‌الله عابد د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروګرام د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلي کېږي او د دې پروژې په چوکاټ کې، د RRDPO مؤسسه د تخنیکي، اداري او سروی چارو مسولیت لري او په اضطراري حالاتو کې به د ۳۰,۵۱۳ ډالرو په ارزښت دا پروګرام پلي کړي.
د دی تفاهم‌نامې پر بنسټ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د بېړنیو حالاتو پر مهال ۲۴۵۰ کورنیو ته به په ننگرهار ولایت کې د  ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۲.۵ کیلوګرامه نخود، ۹.۱ کیلوګرامه غوړي او ۱ کیلوګرامه مالګې د مرستو بستې د RRDPO  موسسې په همغږۍ ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .