له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د WCCSO موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Sat, Mar 08 2025 10:34 PM
news image

نن د شنبې په ورځ، د غرمې مخکی ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د WCCSO موسسې له مسؤل نورمل نظري سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
 ترابي صاحب په دې کتنه کې، د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره همېشه د  مرسته رسوونکو موسیسو سره همکاري کوي، ځکه د دوی کړنې د پېښو د مدیریت په هره برخه کې د هېواد د وګړو په ګټه دي.
 وروسته د WCCSO موسسې استازي د یادې پروژې په اړه د معلوماتو د ورکولو په جریان کې و ویل، دغه پروګرام به د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته ترسره شي. همدارنګه د دې پروژې په چوکاټ کې د WCCSO موسسه د تخنیکي، اداري او سروې چارې په غاړه لري او په نورستان ولایت کې به د ۱۹,۸۳۶ ډالرو په لګښت په بیړنیو حالاتو کې پلې کېږي.
د دې تفاهمنامې پر بنسټ، به د خوراک نړیوال سازمان په مالي مرسته په بیړنیو حالاتو کې د WCCSO موسسې سره په همغږۍ د مرستو بستې چې ۱۰۰ کیلو اوړو، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ٩.١ کیلو غوړي او یوه کیلو مالګه پکې شتون لري د نورستان ولایت ١٦٠٠ کورنیو ته ووېشل شي.

 نېټه: ١٤٤٦/٩/٨
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .