له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Mar 11 2025 10:58 PM
تصویر خبر

نن د سه‌شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکټیډ نړیوالې موسسې له رئیسې الکسانډرا ایواس او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ چې د دې ادارې اساسي موخه د خلکو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کول او د زیانمنو کسانو لپاره د زیاتو مرستو رسول ده. نوموړي زیاته کړه چې دوی نه یوازې د مرستندویه مؤسسو ملاتړ کوي، بلکې هغوی هڅوي تر څو د زیانمنو کسانو سره د مرستو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي. همداراز، نوموړي د مرستو د شفافیت او د ویش بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ، تر څو مرستې مستحقو کسانو ته په سمه توګه ورسیږي.
ورپسې، د اکتید نړیوالې موسسې رئیسې، الکسانډرا ایواس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه د همکاریو له امله مننه وکړه او د دې پروژې په اړه یې توضیحات وړاندې کړل. نوموړې وویل چې دغه پروژه د AHF دفتر په مالي ملاتړ او د اکټیډ موسسې لخوا د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت پلي کېږي. په دې مرستو کې به، د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۲,۹۷۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم نامې له مخې به، د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت، د بدخشان ولایت د ارګو، دراییم، یاوان او کوهستان ولسوالیو ۲,۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې وېشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته به ۱۷۰ ډالره په څلورو قسطونو کې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .